روغتیا وزارت د کرونا پرضد د ۶۰ سلنه واکسین پلان جوړ کړی

ارشیف، پر یوه روغتیاپال د کرونا ضد واکسین پلی کیږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا پرضد یې د دغه هېواد د شپېته فیصده خلکو د واکسین پلان جوړ کړی دی.

د وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل، دوی دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې له ځان سره لري: "په ټوله کې نړیوال بانک د کرونا واکسین له تطبیق سره د ۱۱۳ میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده، د اسیایي پراختیا بانک هم پنځوس میلیونه ډالره ژمنه کړې، د شل فیصده افغانانو د واکسین لپاره ټاکل شوې د واکسین د نړیوالې ټولنې کواکس له خوا واکسین برابر شي."

افغانستان کې په تېره کب میاشته کې د کرونا اسټرا زینیکا واکسین پیل شو.

افغانستان کې وروستیو شپو ورځو کې په نسبي ډول د کرونا د مثبتو پېښو شمېر هم بېرته زیات شوی دی.