بایډن د ارمنیانو وژل کېدل د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژانده

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر د عثماني امپراتورۍ له خوا د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د ارمنیانو وژل کېدل د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژانده.

په دې اړه د جوبایډن اعلامیې د ترکیې غوسه پارولې ده.

بایډن په دې اعلامیه کې چې پرون شنبه (د غويي ۴مه) د ارمنیانو د نسل وژنې د یاد په ورځ خپره شوې ویلي، د مدس یګرن (Meds Yeghern) قربانیانو ته درناوي کوي چې په خبره یې بیا هېڅکله هغه وحشت تکرار نه شي چې تاریخ کې پېښ شوی دی.

ښاغلي بایډن د خپلو ولسمشریزو منډو ترړو پرمهال هم ویلي و چې د بریا په صورت کې به دغه ګام چې تر ډېره سمبولیک ارزښت لري، پورته کړي.

ارمنیانو له څو لسیزو راهیسې دا ټینګار کاوه چې د ارمنیانو د وژلو او جبري اخراجېدو لپاره دې د 'نسل وژنې' عبارت وکاریږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د بایډن له دغه اعلان وروسته سملاسي وویل، هېواد یې د تاریخ په اړه له چا درس نه اخلي.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال عثماني ترکانو شااوخوا یو نیم میلیون ارمنیان چې مسیحیان و، ووژل یا تبعید کړل.

ډېر تاریخ لیکونکي او ځینې هېوادونه لکه فرانسه او جرمني دا نسل وژنه یادوي، خو ترکیه ټینګار کوي چې دا وژنه د کورنیو اختلافاتو له امله رامنځته شوې او د ارمنیانو د نسل د ورکولو هڅه نه وه.