چارواکي او ډاکټران: له تېرو ۳ میاشتو راهیسې پکتیا کې د شري ناروغي زیاته شوې

پکتیا کې په شري ناروغۍ اخته ماشوم

په پکتیا کې له تېرو درېيو میاشتو راهیسې د شري ناروغي خپره شوې او له تېرې یو میاشتې راهیسې یې په شمېرو کې زیاتوالی راغلی.

خان زمان د پکتیا په مرکز ګردېز کې اوسېږي، د ده د کورنۍ ۷ ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي دي.

دا چې د ده دومره ماشومان څنګه په دې ناروغۍ اخته شول؟ نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې ماشومان یې د شري پر وړاندې نه دي واکسین شوي او دا مرض له نورو ماشومانو ور انتقال شوی: " ۶-۷ ماشومان یې زموږ کور کې نیولي، کلي ته که واکسین راشي، اخلي یې که نه کورنیو خپله غم نه دی خوړلی، زه ډاکټر یم خو نه مې دي بیولي."

دی وایي، که له یوې خوا خلک د واکسین کولو برخه کې د خپلو ماشومانو پر وړاندې د مسؤلیت احساس نه کوي، له بلې خوا د اړونده ادارو له خوا د عامه پوهاوي پروګرامونه او د شري د واکسینونو کمپاینونه هم په نشت حساب دي.

خان زمان وايي خلک د واکسین کولو برخه کې د خپلو ماشومانو پر وړاندې د مسؤلیت احساس نه کوي،

د پکتیا مرکز ګردېز په حوزوي روغتون کې د ماشومانو وارډ مشر نعمت الله ذهیر ازادي راډيو ته وویل چې هره ورځ په اوسط ډول شل هغه ماشومان بستروي چې د شري ناروغي یې شدید پړاو ته رسیدلي وي.

دی وایي، د واکسینونو نه کول او روغتیایي مرکزونو ته په وخت د ماشومانو نه رسول د دې ناروغۍ د خپرېدو لاملونه دي: "دا چې دا موسمي او ویروسي ناروغي ده، نو ځکه زیات خپریږي، د خلکو توجه نشته چې پر وخت ډاکټر ته لاړ شي."

د پکتیا د روغتیا رئیس وایي، د رېفرنس لابراتوار ټیمونو په مرکز او ولسوالیو کې په تېرو درېیو میاشتو کې د شري ناروغۍ له مشکوکو یو زرو اتلسو ماشومانو څخه نمونې اخېستي او په همدې سیمو کې یې څه باندې ۴۹۰۰ ماشومان واکسین کړي دي.

خو ښایي شمېرې له دې هم پورته وي، ځکه ډېرې داسې کورنۍ شته چې ماشومان خصوصي کتنځایونو ته وړي او یا یې هم په کور کې په خپل سر درملنه کوي.

په پکتیا کې د ماشومانو متخصص ډاکټر نعیم زرملوال وایي، د ورځې له څلوېښتو ورتلونکو ناروغانو له ډلې دېرش یې په شري اخته وي او د ناروغانو له تاریخچې اخېستلو وروسته جوتیږي چې یاده ناروغي د واکسین د نه کولو له امله ورپېښه شوې.

دی وايي: "کله چې یوه ټولنه کې له ۷۰ فیصدو نه کم خلک واکسین وکړي، نو هلته کتلوي معافیت نه جوړیږي، نو ځکه سږکال پېښې ډېرې شوي دي."

د پکتیا مرکز ګردېز په حوزوي روغتون کې د ماشومانو وارډ

ښاغلی زرملوال زیاتوي، یو شمېر داسې کورنۍ هم شته چې فکر کوي، د شري ناروغان په خپله ښه کېږي او ډېرې نورې بیا په خپل سر درمل ورکوي خو د ده په ټکو دا کار ځینې وخت ناروغ ماشوم له مرګوني حالت سره هم مخ کوي.

د پکتیا روغتیا رئیس ډاکټر ولایت خان احمدزی وایي، د مرکز او ولسوالیو په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د شري واکسین شته او که د کورنۍ غړي په خپل وخت ماشومانو ته واکسین ورکړي، د دې ناروغۍ د پېښو په شمېر کې کموالی راتلی شي.

دی وايي: "په هر کلنیک کې موږ د شري واکسین لرو، دوی کولی شي، خپل ماشومان راولي نو ډېر مشکل به نه وي، هر درې کاله وروسته کور په کور کمپاین لرو."

د ډاکټر ولایت احمدزي په وینا په ټولنه کې له شري ناروغۍ د خوندي ماشوم لپاره باید هر نوی ماشوم په نهه میاشتنۍ او د بیا ځلي لپاره د عمر په اتلس میاشتنۍکې د شري د ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.