د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېر یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۳۸۳ زره ټنه انتقالات شوي چې له دې شمېر ۱۳۵۰۰ ټنه یې صادر شوي جوړوي.
دغه ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي چې حيرتان ـ مزارشريف، تورغندۍ او اقينې اوسپنې پټلۍ له لارې هر ورځ په منظم ډول د تجارتې مالونو لېږد روان دی.
دغه اداره دا هم وايي چې په وروستۍ میاشت کې، ٥ زره او ١٦٨ سوه واګونه چې سوداګریزو مالونو باندې بار وو، دغه هیواد ته راغلي دي.
اعلامیه زیاتوي چې د صادراتو او وراداتو زیاته برخه خوراکي توکي، نفت او ساختماني مواد جوړوي.
افغانستان په دې وروستیو کې له منځنۍ اسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره کړې او افغاني توکي ډېر ازبېکستان، روسیه او قزاقستان ته استول کېږي.