له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل؛ الکوزی: ۲۶ سلنه پانګونه کمه شوې

د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اعلان سره په هېواد کې سوداګرۍ او پانګونه ۲۶ سلنه راټیټه شوې ده.

د دغه فدارسیون مرستیال خان جان الکوزي نن شنبه (د غويي ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې تر ډېره د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو ولاړ دی او د بهرنیانو له بشپړ وتلو سره ممکن د هېواد اقتصاد نور هم زیانمن شي.

الکوزي زیاته کړه: "په دغه تېر کال کې چې ویل کېږي بهرنیان له افغانستانه وځي، په هېواد کې سوداګرۍ او پانګونه ۲۶ سلنه راټیټه شوې ده."

نوموړی زیاتوي، د افغانستان په بازارونو کې راکړه ورکړه کمه شوې ده او په ښارونو کې د کورونو او دغه شان ورسره د موټرو بیې هم رالوېدلې دي.

څه موده وړاندې امریکا او ناټو اعلان وکړ چې د روان کال د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې به خپل ځواکونه له افغانستانه باسي، خو دوی دا هم ویلي چې ملکي برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.