د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په ترکیه کې دی، خو د ډاکترانو د سپارښتنې سره سم به نن له خپلو پاکستاني او ترکي سیالانو سره په انلاین ډول خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې په کرونا ویروس د ښاغلي اتمر د اخته کېدو احتمال رد نهکړ.
ښاغلی تهذیب زیاتوي: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روغتیایي دلایلو له کبله او د معالج ډاکتر د سپارښتنې سره سم په دې غونډه کې په مجازي ډول ګډون کوي."
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې وویل له دې کبله چې د لومړنیو ازموینو له مخې په کرونا ویروس د ښاغلي اتمر د اخته کېدو احتمال رد نهشو، نوموړي له مولود چاووش اوغلو او شاه محمود قریشي سره له مخامخ خبرو ډډه وکړه.
اعلامیه زیاتوي چې درېیو وزیرانو منلې چې نن به د افغانستان د سولې په پرمختګونو، د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیلېدو او د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره د سیمهییزې اجماع د پیاوړي کېدو په اړه درې اړخیزې خبرې وکړي.