هند کې د کرونا ناروغانو د درملنې یوه روغتون کې اورلګېدو ۱۳ تنه ووژل

په کرونا ویروس یو اخته ناروغ له هغه روغتون چې په‌کې اور لګېدلی ژغورل شوی دی.

په هند کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې په یوه روغتون کې اورلګېدنې ۱۳ تنه ووژل.

د راپورونو له مخې دا پېښه نن په ممبی ښار کې شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې علت معلوم نه‌دی، خو په اړه‌یې تحقیقات دوام لري.

هند له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د کرونا ویروس د یوې نوې بڼې د بې‌ساري خورېدو له بحران سره مخامخ شوی او له همدې کبله د دې هېواد په روغتونونو کې اکسیجن کم شوی دی.

یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۳۳۳ زره کسان په هند کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د امریکا متحده ایالات، استرالیا، اسرائیل، بلجیم، بریتانیا او سنګاپور د هغو ۲۲ هېوادونو په ډله کې دي چې د یوې بلې بڼې ویروس راپورونه په‌کې ورکړل شوي دي. دا ویروس تر پخواني ډول‌یې دوه برابره ډېر د خورېدو قابلیت لري.

تر بریتانیا وروسته عربي متحده اماراتو هم له هند څخه الوتنې خپلو هېوادونو ته ځنډولې دي.

کاناډا هم اعلان کړی چې د ۳۰ ورځو لپاره له هند او پاکستان څخه پروازونه منع کوي.

د رسمي شمېرو له مخې په هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۶ ملیونه اوښتی چې له دې شمېرې څخه ۱۸۷ زره کسان مړه شوي دي.