زابل کې د دوو موټرو ټکر د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي مړه کړل

زابل کې د ټکر پېښې ټپيان

په زابل کې د دوو موټر ټکر ۱۴ کسان مړه کړي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو سره په مرکه کې وايي چې پېښه تېر ماښام شوې.

ټکر د یوه مسافر وړونکي مارسډېز موټر او بار وړونکي ټېلري موټر ترمنځ شوی.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل په خپل فېس‌بوک لیکلي چې په دې ټرافیکي پېښه کې وژل شوي ټول د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي و.

صفي‌الله ستانکزي له ښاغلي سیال سره په دې اړه مرکه کړې ده.

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ګل اسلام سیال سره مرکه