زابل کې د ترافیکي پېښې د مړو شمېر ۱۶ کسانو ته ورسېد

زابل کې د ټرافیکي پېښې ټپيان

د کابل-کندهار پر لویه لار د زابل په مربوطاتو کې د تېري شپې د ترافیکي پېښې د مړو شمېر ۱۶ تنو ته لوړ شو.

د زابل او کندهار د ولایتي روغتونونو مسؤلینو نن ازادي راډیو ته وویل چې په دواړو روغتونونو کې د یادې پېښې د ټپیانو له ډلې درېیو کسانو ساه ورکړه چې دوه‌یې په زابل او یو په کندهار کې مړ شو.

پېښه هغه مهال وشوه چې یو مسافر وړونکی موټر او یو ټانکر د زابل د جلدک په سیمه کې سره ټکر شول.

د پېښې ژوندي پاته شوي کس ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل: "موږ زابل ته نږدې وو چې موټر زموږ نه مخکي شو او بیا ټېلر واوښت، کانټینر یې راغی زموږ موټر یې لاندې کړ."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي چې دا کسان ټول د ننګرهار د خوګیاڼو او پچیراګام ولسوالیو اوسېدونکي دي چې هلمند ولایت ته د مزدورۍ لپاره تللي وو.

تر اوسه د دې پېښې اصلي علت معلوم نه‌دی، خو تر دې وړاندې د ورته پېښو دلیل د لارې خربوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او ډېر سرعت ښودل شوی وو.