کابل ښار کې ۷۰ معتادین د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول

ارشیف، له کابل ښاره د معتادینو راټولول

له کابل ښار څخه ۷۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.

په کابل کې د ابن سينا په نوم د معتادينو د زر بستريز روغتون رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل: "د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو رياست د پولیسو په همکارۍ ۷۰ معتادين په اتمه ناحيه کې له مرنجان تپې څخه راټول او د درملنې لپاره‌يې د ابن سينا روغتيايي مرکز ته يووړل."

د يادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پيل څخه بيا تر اوسه پورې دا دوهم ځل دی چې معتادين د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته وړل کېږي.