د پاکستان لوی درستیز: په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، جنرال باجوه دا خبره نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د افغانستان له سفیر نجیب‌الله علیخېل سره په کتنه کې وکړه.

د پوځ له خبرپاڼې سره سم، باجوه ټینګار وکړ چې یوازنی هدف‌یې دا دی چې په افغانستان کې سوله وشي او دا هېواد خپلواک، ولسواک، باثبات او سوکاله وي.