د اټمي انرژۍ نړیواله اداره: ایران سنټریفیوژنونه نصب کړې

د ایران د نطنز اټمي تأسیسات

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې ایران د نطنز په تأسیساتو کې تر ځمکې لاندې پرمختللي سنټریفیوژنونه نصب کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې ادارې په راپور کې چې پرون (چهارشنبه د اپریل په ۲۱مه) خپور شو، ویل شوي چې ایران په داسې حال کې پرمختللي سنټریفیوژنونه نصب کړي چې له شپږو نړیوالو قدرتونو سره د دغه هېواد د اټمي موافقې پر بنسټ ایران د یورانیمو د غني کولو لپاره د داسې سنټریفیوژنونو د نصبولو حق نه لري.