دیبرا لاینز: د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت چمتو شوی 

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانکړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانکړې استازې دیبرا لاینز چې قطر کې له ښکېلو خواوو سره له څو ورځې خبرو وروسته بېرته کابل ته راغلې وايي چې د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

دې نن (پنجشنبه د غویي په دوهمه نېټه)پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولې د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره به په هلوځلو کې ځنډ رانه ولي.

اغلې لاینز همدا راز ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو له استازو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د پر له پسې خبرو له لارې په دې هېواد کې تلپاتې سوله وشي.