له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او د امریکايي قوماندانو غوښتنې

افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

امریکایي قوماندانان په خوندي توګه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره له پنټاګونه په سیمه کې د یوې الوتکې وړونکې کښتۍ د ځای پرځای کولو غوښتنه کوي.

دا خبره یوه امریکایي چارواکي پرون رویټرز خبري اژانس ته کړې.

دغه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته ویلي چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن تراوسه دغه غوښتنه نه ده منظور کړې، خو تمه ده چې په نژدې ورځو کې به په دې اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې متحده ایالات به خپل ټول ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي.

په اوس وخت کې دوه نیم زره امریکایي ځواکونه په دې هېواد کې دېره دي.

د رویټرز د راپور له مخې دا معمول ده چې په حساسو ماموریتونو کې چې کله امریکا له بهرنیو هېوادونو خپل پوځیان باسي، پوځ یې د ایستلو د بهیر د خوندیتوب لپاره الوتکې وړونکې او نورې جنګې کښتۍ ځای پرځای کوي.

د امریکا د مرکزي قواوو قوماندانۍ چې په افغانستان کې پوځي ماموریت یې تر څارنې لاندې دی، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دې قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مککنزي د روانۍ اوونۍ په پیل کې د امریکا د کانګرس غړیو ته ویلي و چې پوځ به د ځواکونو د ایستلو بهیر خوندي کړي.