چارواکي: میدان وردګو کې ماین چاودنې ۲ ماشومان وژلي

ارشیف

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي تېره ورځ ناوخته د ماین په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن حاجي محمد هوفیاني ازادي راډيو ته وویل دغه پېښه د میدان ښار څلور لاري، د چارکه سیمه کې رامنځ شوې.

هوفیاني زیاته کړه: "ماشومانو غوښتل خځلې راټول کړي، خو ځای پرځای شوی ماین پرې وچاودېد چې پر مهال یې دواړه ماشومان ووژل شو او ددې ترڅنګ ۲۸ کلن کس ټپي هم شو."

نوموړي د ماشومانو عمرونه ۱۳ کلن او ۸ کلن یاد کړل او دا یې د وسله والو طالبانو کار وباله.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.