روسي پولیسو ۱۷۰۰ مظاهره چیان نیولي چې د ناوالنۍ په پلوي راوتلي وو

مسکو کې پولیسو د ناوالنۍ یو پلوی نیولی دی.

روسي پولیسو له ۱۷۰۰ زیات هغه مظاهره چیان نیولي چې د کریملین د منتقد الکسي ناوالني د خوشې کېدو لپاره یې پرون چهارشنبه (د غويي ۱) د روسیې په یو شمېر ښارونو کې په مظاهرو کې برخه اخېستې وه.

الکسي ناوالنۍ چې په زندان کې یې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب درېیمې اونۍ ته داخلېږي، روغتیایي وضعیت یې مخ په خرابېدو دی.

پرون چې کله ولسمشر ولادیمیر پوتین خپله کلنۍ وینا کوله، په زرګونه کسان له ولادي واستوک څخه تر کالینینګراد پورې په مختلفو ښارونو د الکسي ناوالنۍ د پلویانو له مظاهرو سره یوځای شول.

د دغو مظاهرو مشرې د ناوالنۍ د فساد ضد بنسټ کوي. دوی وېره لري که د الکسي ناوالنۍ سمه درملنه ونه شي، د هغه وضعیت به دومره خراب شي چې رغېدل به یې ممکن نه وي.

د ملګرو ملتونو د متخصصینو یوې څلور کسیزې ډلې پرون چهارشنبې وویل چې د ناوالنۍ ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی.

د روسي پولیسو د ناوالنۍ ډېر پلویان مخکې تر دې چې په مظاهرو کې برخه واخلي ونیول.

ناوالنۍ په جنوري میاشت کې له جرمني بېرته روسیې ته د ستنېدو پر مهال د مسکو په هوایي ډګر کې تر نیول کېدو وروسته زنداني شوی.