کمېسیون: روسیه، هند، سوریه او ویتنام دې د مذهبي ازادیو سرغړونکي وبلل شي

د امریکا د کانګرس له خوا جوړ یوه خپلواکه دوه ګوندي مشورتي کمېسیون

هغه امریکایي کمېسیون چې کانګرس د نړیوالو مذهبي ازاديو په اړه د توصیې او سلا مشورو لپاره جوړ کړی په خپل کلني راپور کې ویلي چې روسیه، هند، سوریه او ویتنام دې هم د مذهبي ازادیو په اړه هغه لېست کې شامل کړای شي چې په یاده برخه کې د اندېښنې وړ دي.

په دې کټګورۍ کې هغه هېوادونه شاملېږي چې په سیستماتیک، دوامداره او په ښکاره د مذهبي ازادیو سرغړونه کوي.

دغه کمېسیون 'USCIRF' په خپل کلني راپور کې چې پرون د اپریل په ۲۱مه خپور شو، دا غوښتنه کړې ده.

که په دې تور لېست کې شامل هېوادونه په خپل وضعیت کې بدلون رانه ولي، بندیزونه ته زمینه برابروي.

کمېسیون 'USCIRF' خپل کلني راپور کې پرون د اپریل په ۲۱مه خپور کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته پورتنی وړاندیز ښیې چې لا هم ځینو هېوادونو کې په جدي ډول د مذهبي ازادیو سرغړونې شته.

  • روسیه

د یاد امریکایي کمېسیون راپور وایي، تېر کال په روسیه کې د مذهبي ازادیو وضعیت ډېر خراب وو.

د راپور له مخې د روسیې حکومت مذهبي لږکۍ په جریمو، نیول کېدو او جنایي تورونو په بڼه په نښه کوي.

په دې هېواد کې یوازې د یهوه شاهدانو اقلیت پر وړاندې ۱۸۸ جنایې قضیې جوړې شوي دي.

دا د عیسیویانو یوه ښاخه ده چې د نړۍ له مسیحیانو څخه بېل باور لري. له لسیزو راهیسې دې ډلې ته په روسیه کې د شک په سترګه کتل کېږي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دا مذهبي ‌ډله منع شوې او تُندلارې بلل شوې ده هغه نوم چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې ناسم بولي.

د 'USCIRF' راپور ښیې چې د روسیې د ترهګرۍ ضد قانون دغه راز نورې مذهبې ډلي په ځانګړي ډول مسلمانان هم څاري.

  • ایران

په ایران کې بیا، د امریکایي کمېسیون د راپور له مخې مسیحیان نیول کېږي، ځورول کېږي او په غیرعادلانه ډول د کلونو لپاره په بند محکومیږي.

د بهایې ډله په ایران کې د حکومت له فشارونو سره مخامخ ده.

د راپورونو له مخې د تېر کال په اوږدو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ د بهایې اقلیت زندانونو ته اچول شوي دي .

  • پاکستان

دغه راپور پاکستان هم د مذهبي ازادیو په برخه کې په ناسم وضعیت کې ښودلی دی .

احمدیه، شیعه، هندو، مسیحیان او سیکهان د دغو فشارونو قربانیان بلل کېږي. د دغو اقلیتونو غړي تښتول کېږي، په جبر اسلام ته اړول کېږي، جنسي تیری او جبري ودونه یې بېلګې ښودل شوي دي.

  • ترکمنستان

په ترکمنستان کې هم د مذهبي ازادیو وضعیت یو له ناوړه حالتونو څخه شمېرل شوی دی چې د راپورله مخې هېڅ اصلاحات نه دي په کې راغلي.