د ارمنیانو وژنه؛ اوغلو: که امریکا اړیکې خرابوي خپله پرېکړه دې وکړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، د امریکا له لوري د ټول وژنې په توګه په ۱۹۱۵ میلادي کال کې د ارمنیانو د ډله ېیزې وژنې په رسمیت پېژندل به د دوو هېوادونو اړیکو ته زیان واړوي.

چاووش اوغلو پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) وویل، که امریکایان غواړي چې د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا خرابې کړي، نو خپله پرېکړه دې وکړي.

د امریکا د کانګرس غړیو په ۲۰۱۹ میلادي کال د رایو په اکثریت یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د عثماني امپراتورۍ په دوره کې د ارمنیانو ټول وژنه تایید شوه.ترکیه دا مني چې په یاده موده کې ډېر شمېر ارمنیان وژل شوي، خو منظمه ټول وژنه نه تاییدوي.