د برښنا لګښت بِلونو کې د افغانستان برښنا شرکت نوي بدلون د خلکو انتقادونه راوپارول

د برښنا لګښت د بلونو مخکېنۍ او اوسنۍ محاسبه او ضریبونه

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د برښنا په لګښت کې یې د خلکو په ګټه بدلون راوستی، خو د برښنا ډېری مصرفوونکي انتقاد کوي چې دغه بدلون د دوی په زیان دی.

خلک داسې مهال د برښنا شرکت له دغې پرېکړې شکایت کوي چې له دغه اقدام وروسته د برښنا د لومړۍ میاشتې لګښت د کابل ښاریانو کورونو ته ورسېد. که څه هم دوی خوښ دي چې د برښنا د لګښت ورکول‌یې میاشتني شول، خو پر محاسبه‌یې انتقاد کوي.

مخکې له دې به د برښنا لګښت په دوو میاشتو کې ورکول کېده، خو اوس دا لګښت هره میاشت ورکول کېږي.

د برښنا مصرفوونکي وايي د حمل میاشتې لګښت‌یې دوه برابره ډېر محاسبه شوی.

د کابل د خیرخانې مېنې اوسېدونکی ویس جویان وايي: "د دې میاشتې د برښنا د لګښت بل موږ ته راغلی، خو ضریب‌یې لوړ کړی دی، دلته حکومت زیان نه‌دی کړی، بلکې خلک زیانمن شوي دي. د خلکو په سترګو کې یې خاورې ودوړولې، د لګښت د ضریب پورته وړل یو اساسي ستونزه ده، زموږ د برښنا لګښت ډېر راغلی، مخکې به په دوو میاشتو کې ۲،۳۰۰ افغانۍ راتللې اوس چې ضریب لوړ شوی په یوه میاشت کې ۳،۰۰۰ افغانۍ راغلی دی."

د برښنا د بلونو دوه میاشتنۍ محاسبه او ضریبونه

د کابل د دشت برچي اوسېدونکې حمیده وايي، د برښنا شرکت دغه چلند خلک ناکراره کړي دي: "هو په دې میاشت کې مو لګښت راغلی، د یوی میاشتې یې ۲،۶۰۰ لیکلي وو. کله چې بانک ته لاړم، مسؤلینو وویل، ۳،۲۹۸ افغانۍ تحویل کړه، بیا لاړم د برښنا جکشن ته، هغو وویل، څه چې په سیستم کې دي باید وریې کړې، زما په نظر دا د برښنا شرکت فساد ښيي. له خلکو څه غواړئ؟"

د برښنا شرکت د برښنا د لګښت له مخې پنځه ضریب په پام کې نیولي چې د لګښت له ډېروالي سره ضریب هم لوړېږي.

مخکې له دې د هر ۲۰۰ کیلو واټو برښنا لګښت ۲،۵ افغانۍ، له ۲۰۰ نه تر ۴۰۰ پورې ۳،۷۵ افغانۍ او د ۴۰۰ نه تر۷۰۰ کیلو واټو لګښت ۶،۲۵ افغانۍ او په همدې توګه له ۷۰۱ نه د پورته لګښت بیه ۸،۲۵ وه، خو د برښنا شرکت د نوې محاسبې له مخې کابل ښاریانو ته د صفر کیلو واټ نه تر۱۰۰ کیلو واټو پورې ۲،۵ افغانۍ له ۱۰۱ نه تر ۲۰۰ کیلو واټو پورې ۳،۷۵ او په همدې توګه مخ پورته ځي.

د برښنا بلونو د لګښت نوې محاسبه او ضریبونه

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د برښنا د بیې ضریب‌یې نه‌دی بدل کړی، د دغه شرکت ویاند سنګر نیازي وویل، د تازه بدلون له مخې د یوې میاشتې د لګښت د دوو میاشتو د لګښت نیمايي په اندازه حساب شوی او د خلکو انتقادونه د احتمالي فني ستونزو له امله رامنځته شوي دي.

ښاغلی نیازی زیاتوي: "دلته د برښنا مشتریان هېڅ زیان نه‌ویني، خو که کومه تخنیکي ستونزه وي دا به تخنیکي ټیم سره شریکه کړو، که په رښتیا سره اشتباه شوې وي، باید له‌منځه لاړه شي."

بل‌خوا د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون غړی قدرت‌الله رحیمي وايي، که د برښنا مصرفوونکي خپل شکایت دوی ته وسپاري، رسېدنه به ورته وشي.