مسیر: د سولې ولاړ حالت د ختمېدو لپاره باید ښکېلې خواوې څه وکړي؟

ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې مذاکراتو په ټپه ولاړ حالت او د افغان ولسمشر د وړمې ورځې د څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو له اعلان سره سم په هېواد کې د جنګ جګړو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.

په سرمقاله کې یادونه شوې یو څه چې په جګړه کې روښانه دي هغه دا چې په لومړي ګام کې د جګړې ښکېلې خواوې او په دویم ګام کې عام خلک بایلونکي دي، ځکه د افغان ځواکونو، طالبانو او ملکیانو تلفات ورسره زیاتېږي.

په سرمقاله کې دا هم یادونه شوې، هېڅوک هم جګړه کې ګټونکي نه دي، بلکې د عامو خلکو په ګډون ښکېلې ټولې خواوې په سوله کې ګټونکي دي.

د لیکوال په باور، له بده مرغه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د بُن ناسته کې د طالبانو ګډون ته هېڅ پاملرونه ونه شوه، د لیکوال د معلوماتو له مخې نړیواله ټولنه او امریکا د بُن په ناسته کې د طالبانو د ګډون مانع شول.

هشت صبح ټینګار کوي، اوس چې د استانبول ناسته په مخ کې ده، باید د انساني غمېزې د مخنیوي لپاره له فرصته په استفادې ټولې خواوې په ناسته کې ګډون وکړي او یو سیاسي هواري ته سره ورسېږي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، سیاسي عقلانیت دا حکم کوي چې د سولې خبرې باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه جدي ونیول شي، که نه په افغانستان کې به جنګي وضعیت له کنټروله ووځي او په سیمه کې به بې ثباتۍ لامل شي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې وروسته داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې بهیر په ټپه درېدلې ده.

د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې بلاخره د سولې په ټپه ولاړ حالت د ختمېدو لپاره باید ښکېلې خواوې څه وکړي؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، حکومت دې د طالبانو بندیان د یو منظم پلان له مخې په تدریج سره خوشې کړي او ورسره حکومت دې په رسمي ډول له ملګرو ملتونو وغواړي چې طالب مشران له تور لېسته وباسي، د دې په بدل کې طالبان اوربند یا اور کم اعلان کړي نو په دې سره به د سولې برخه کې اساسي پرمختګ ته لاره هواره شي.

مسیر د سرمقالې په پای کې لیکلي، د سولې په ټپه ولاړ حالت باید ختم شي او د سولې خبرې باید بېرته پیل شي، د دې لپاره باید دواړه اړخونه انعطاف وښيي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي د ولسمشر محمد اشرف غني هغه غږ چې ویلي یې دي، که څوک د جمهوریت صف سره نه درېږي نو مقابل صف کې دې ودرېږي، بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، د ټولنیزو شبکو ځینو کار کوونکو د ښاغلي غني دا غږ ستایلی او بدرګه کړې ده، خو یو شمېر نور بیا ورسره مخالفت ښودلی، ځکه د لیکوال په باور د محمد اشرف غني غږ له هغه سره د ولاړیو یو څو کسانو غږ دی او بل دا چې هغه په خپلو څرګندونو کې د دښمن صف نه ده روښانه کړی.