ناسا: مریخ ته استول شوې هلیکوپټره به نن پر دې سیارې الوتنه وکړي

مریخ ته د استول شوې هلیکوپټرې الوتنه

د امریکا د فضایي څېړنو اداره ناسا هیله‌منه ده چې نن به هغه هلیکوپټره د مریخ پر سیارې الوتنه وکړي او په تاریخ کې به ثبت شي چې دې سیارې ته‌یې له یوې ګرځنده وسیلې یا روبوټ سره یوځای استولې.

د انجینوټي په نوم دغه هلیکوپټره به چې ۱،۸ کیلوګرامه وزن لري، په شپږو ثانیو کې د مریخ له سطحې درې متره لوړه او له ۳۰ ثانیو پرواز وروسته بېرته راکوزه شي.

د ناسا چارواکو ویلي، دغه هلیکوپټر د علمي څېړنو له هدفونو سره مرسته نه‌کوي، بلکې یوازې یې ټکنالوژي ازمویل کېږي، خو چارواکي هیله‌من دي چې دغه هلیکوپټره به د راتلونکو الوتنو لپاره لاره پرانیزي او هغو ځایونو ته چې نورې ګرځنده وسیلې یا ربوټونه نه‌شي تللی، په سرعت په الوتنو سره د فضایي څېړنو په برخه کې یو انقلاب رامنځته کړي.