اشرف غني: له امریکا او ناټو سره دوه اړخیز امنیتي تړونونه پر ځای دي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني وایي، د امریکا له متحده ایالاتو او ناټو سره‌یې دوه اړخیز امنیتي تړونونه پر ځای دي او نړیوالو متحدانو ورته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل تجهیز او روزنې په چارو کې به همکاري ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن په امنیتي غونډه کې کړي چې د وینا دغه لنډه برخه‌یې ارګ په خپله وېب‌پاڼه کې خپره کړې ده.

ولسمشر غني له دې مخکې پرون له امریکایي سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو موږ ته د دې فرصت رامنځته کړی چې له سره محاسبه وکړو او د طالبانو او پاکستان لپاره‌یې هم د انتخاب وخت.

ولسمشر غني وویل: "د پاکستان لپاره د انتخاب وخت رارسېدلی. ایا دا هېواد غواړي چې د سوله‌ییزې اسیا په اتصال کې د یوه نړیوال لوبغاړي په توګه خپل رول ولوبوي یا د ګډوډي لاره غوره کوي؟"

ولسمشر غني طالبان هم ورته انتخاب ته راوبلل او زیاته‌یې کړه، د طالبانو هغه ستره پلمه چې جګړه د دې لپاره کوي چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه وباسي، نوره اعتبار نه‌لري.

د غني په وینا په افغانستان کې جګړه له مذهبي پلوه نوره نه‌شي توجیه کېدای او سیاسي روغه جوړه یوه حتمي چاره ده. ښاغلي غني وویل، اوس پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو پورې تړلې چې کومه لاره غوره کوي.

طالبانو او پاکستاني چارواکو تر اوسه د افغان ولسمشر د دغو څرګندونو په اړه تبصرې نه‌دي کړي.