د افغانستان د دایمي بې طرفۍ په اړه د کابینې پرېکړه!

د افغانستان کابینه

ارګ ماڼۍ وايي، د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دې د افغانستان د دایمي بې طرفۍ غوښتنې په اړه لویه جرګه جوړه شي.

د کابینۍ غړو دوشنبه (د وري ۳۰مه) ناوخته د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دا پرېکړه کړې ده.

دوی په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي هم بحث کړی دی.

د ارګ ماڼۍ د بیان له مخې د غونډې ګډونوالو ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرېکون په معنی نه ده، بلکې د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو او همکاریو د نوي څپرکي پیل دی.

د افغان حکومت په کابینه کې همدا راز د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو قراردادونو او معاهدو د اجرايي او الزامي کېدو خبره هم یاده شوې ده.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د پاتې امریکايي ځواکونو وتل پیلېږي چې د سېپټمبر تر ۱۱مې به بشپړ شي.