الکسي ناوالنۍ روغتون ته انتقال شوی

د روسیي د اپوزیسیون زنداني مشر الکسي ناوالنۍ

د روسیي د اپوزیسیون زنداني مشر الکسي ناوالنۍ روغتون ته انتقال شوی دی.

دا خبره د الکسي ناوالنۍ وکیل او د روسیې د زندانونو ادارې دوشنبه(د وري ۳۰مه) اعلان کړه.

د روسیې د زندانونو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ناوالنۍ د زندان روغتون ته انتقال شوی او وضعه یې ښه ده.

اعلامیې زیاته کړې چې د ناوالنۍ په خوښه هغه ته ویټامینونه ورکول کېږي.

ناوالنۍ له شلو ورځو د ډوډۍ له خوړلو ډډه کړې ده.

له زندانه د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره پر کریملین د مخ په زیاتیدونکو فشارونو په لړکې د هغه پلویانو پراخې مظاهرې را بللې دي.

ناوالنۍ د جنوري له میاشتې راهیسې له کله چې له جرمني بېرته روسیې ته ستون شوی، نیول شوی او مسکو ته نژدې په یوه زندان کې ساتل کېږي.