اشرف غني: د امریکایي ځواکونو وتلو له سره د محاسبې فرصت رامنځته کړی

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو موږ ته د دې فرصت رامنځته کړی چې له سره محاسبه وکړو او د طالبانو او پاکستان لپارهیې هم د انتخاب وخت.

ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون له امریکایي سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړې او ویې‌ویل د پاکستان لپاره د انتخاب وخت رارسېدلی.

ښاغلی غني وايي: "ایا دا هېواد غواړي چې د سوله‌ییزې اسیا په اتصال کې د یوه نړیوال لوبغاړي په توګه خپل رول ولوبوي یا د ګډوډۍ لاره غوره کوي."

ولسمشر غني طالبان هم ورته انتخاب ته راوبلل او زیاته‌یې کړه، د طالبانو هغه ستره پلمه چې جګړه د دې لپاره کوي چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه وباسي، نوره اعتبار نه‌لري. د غني په وینا په افغانستان کې جګړه له مذهبي پلوه نوره نه‌شي توجیه کېدای او سیاسي روغه جوړه یوه حتمي چاره ده.

ښاغلي غني وویل، اوس پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو پورې تړلې چې کومه لاره غوره کوي.

طالبانو او پاکستاني چارواکو تر اوسه د افغان ولسمشر د دغو څرګندونو په اړه تبصرې نه‌دي کړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په یوه ټویټ کې ولیکل چې له خپل افغان ساري د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره‌یې په خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې په افغانستان کې د روغې جوړې او په استانبول کې د سولې په پروسه کې د پرمختګ ملاتړ کوي.