د امریکا د ملي امنیت سلاکار: هېڅوک د افغانستان راتلونکې نه‌شي تضمینولی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وایي، د دوی د پوځیانو له وتلو وروسته هېڅوک د افغانستان راتلونکې نه‌شي تضمینولی.

جک سولیوان دا خبره پرون یکشنبه فاکس نیوز سره په مرکه کې وکړه، خو ورته وخت کې یې ټینګار وکړ چې امریکا به پر هغو ترهګریزو ګواښونو متمرکزه پاته شي چې له افغانستان سرچینه اخلي.

روېټرز خبري اژانس د سولیوان په حواله ویلي، څه چې امریکا کولای شوای، هغه د افغانستان حکومت او خلکو ته د سرچینو برابرول او د افغان ځواکونو روزنه او سمبالول و چې په خبره‌یې واشنګټن ترسره کړل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، امنیتي او دفاعي ځواکونه‌یې د هېواد او نظام د ساتنې وړتیا لري.