بلېنکن: له افغانستانه تر وتلو وروسته به هم د ترهګرۍ ګواښ ضد اقدام امکانات ولرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، د امریکا متحده ایالات به له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته بیا هم د دې امکانات ولري چې له دې هېواده د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ په وړاندې په خپل وخت اقدام وکړي.

بلېنکن له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، دا هم وویل چې القاعده چې نږدې ۲۰ کاله مخکې یې پر متحده ایالاتو ترهګریز برید کړی و، ډېره ځپل شوې او نور د دې وړتیا نه‌لري چې بیا ورته برید وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز وویل، طالبان هم مسؤل دي چې القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ته په دې هېواد کې ځای ورنه‌کړي، هغه ژمنه چې د ده په وینا طالبانو د دوحې د تېر کال په تړون کې له امریکا سره کړې او ویلې یې دي چې پرې به نه‌ږدي چې د افغانستان له خاورې بیا د متحده ایالاتو یا متحدانو په وړاندې یې د ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخیستل شي.