ګارډین: امريکا افغانستان پرېږدي، خو هغوی به چې هلته‌يې کار کړی، دا هېواد پرې نه‌ږدي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ګارډین

له بريتانيا خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې، په افغانستان کې د يو پخواني امريکايي سرتېري ليکنه خپره کړې چې وايي امريکا افغانستان پرېږدي، خو هغه کسان به چې هلته‌يې کار کړی، افغانستان پرې نه‌ږدي.

کرايګ مولينې ليکي، هغه يو له هغه شا او خوا ۸۰۰ زرو پخوانيو امريکايي سرتېرو څخه دی چې د افغانستان په جګړه کې يې چې له ۲۰۰۱ م کال راهیسې پيل شوې، دوراني مأموريت ترسره کړی.

هغه ويلي لسګونو زرو نورو امريکايانو په استخباراتي، ډيپلوماتيکو او پراختيايي چارو کې په افغانستان کې دندې ترسره کړي.

په لیکنه کې راغلي، له کلونو مأموريت وروسته امريکا افغانستان پرېږدي او اوس دا پوښتنه مطرح ده چې په افغانستان کې د دوی رول څه شی و او که دا جګړه بريالی شوې نه‌وي، نو د دوی ټولې قربانۍ ضايع شوې دي؟

د لیکنې لیکوال ۲۰ کاله مخکې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د يو ۲۵ کسیز ټولي مشري کوله چې روغتيايي خدمتونه‌يې برابرول.

نوموړی اوس واشنګټن کې يو روغتون ته نږدې اوسېږي او وايي، د بري او ماتې قضاوت د دوی کار نه‌دی او د تاريخ ليکونکو کار دی.

هغه وايي، اوس چې هر ځل د روغتون هلیکوپټر پورته کېږي، ذهن‌يې افغانستان ته ځي او د افغانستان د جنوب له دوړو او خاورو په ډکو سړکونو يې مأموريت وريادېږي.

دا پخوانی سرتېری وايي، کله هم چې سترګې بندې کړي، د يوې ناروغې افغانې بوډۍ ښځې موسکا يې يادېږي چې مېړه‌يې په شا روغتون ته د درملنې لپاره وروړې وه.

هغه وايي، اوس په دې اړه کم فکر کوي چې له دوستانو څخه‌يې څو تنه راستانه نه‌شول، د جګړې برخليک چېرې رسېدلی او څنګه پای مومي. بلکې هغه د هغوی د مېړانې او صداقت په اړه فکر کوي او غواړي خپلو بچيو او ځوانانو ته دا پيغام ورسوي چې د دوی خدمت بې‌ځايه نه‌و او هغه کار چې دوی ترسره کړی ورته اهميت لري.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جو بایډن په وروستيو کې اعلان وکړ چې د سپټمبر تر مياشتې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

  • مېل انلاین

مېل انلاين د اسوشيټډ پرس خبري اژانس يو راپور خپور کړی چې په‌کې په اروپا کې د څو افغان کډوالو ژوند تصوير شوی.

په راپور کې د حميد احمدي په نوم د يو افغان کډوال له خولې چې اوس جرمني کې اوسېږي ويل شوي، د هغې شپې خاطره به هېڅکله هېره نه‌کړي چې پوليسو دا له لسګونو نورو افغان کډوالو سره د صربيا په ختيځ کې له کمپ څخه موټرو کې پورته کړل او په يو ساړه ځنګل کې يې پرېښودل څو بېرته بلغاريا ته ستانه شي.

په راپور کې راغلي چې حميد هغه مهال ۱۷ کلن و او اوس چې څلور کلونه له هغې شپې وتلي، هغه وايي اوس هم خپلو هډوکو کې د هغې سړې شپې لړزه احساسوي.

په راپور کې اروپا ته د کډوالۍ د سختو قوانینو په اړه خبرې شوي.

د راپور پای کې لولو، حميد له نېکمرغه افغان کډوالو څخه دی چې ځان‌يې تر جرمني رسولی، په داسې حال کې چې زرګونه نور کډوال د اوږدو لارو له وهلو وروسته لا هم منزل ته نه‌دي رسېدلي او لسګونه نور افغانان د سفر په اوږدو کې اوبو کې ډوب شوي او يا په خطرناکو لارو تري تم شوي دي.