حنیف اتمر او شاه محمود قریشي د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره‌یې د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې کړې دي.

ښاغلي قریشي نن (د اپرېل ۱۸) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، هیله‌من دی چې په استانبول کنفرانس کې له ښاغلي اتمر سره وګوري او بیا یې اسلام‌اباد کې کوربه‌توب وکړي.

د قریشي په خبره، دی او ښاغلی اتمر به له استانبول کنفرانس وروسته په پاکستان کې د همدې کنفرانس د لارو چارو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې د استانبول کنفرانس د همدې اپرېل میاشتې په ۲۴مه پیل شي، افغان دولت وایي د ګډون کوونکو نوملړ یې بشپړ کړی، خو طالبانو لا په کنفرانس کې د ګډون یا نه‌ګډون په اړه په څه نه‌دي ویلي.

طالبانو دومره ویلي، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه‌وځي، دوی به داسې کنفرانسونو کې ګډون ونه‌کړې چې د دې هېواد په اړه پرېکړه په‌کې کېږي.