د جرمني دفاع وزیرې له خپل حکومت له دوی سره د کارکوونکو افغانانو منل غوښتي

د جرمني دفاع وزیره انګریت کارنبایر

د جرمني دفاع وزیره انګریت کارنبایر وایي له حکومت څخه‌یې غواړي هغه افغانان چې د افغانستان په جګړو کې یې په هغه هېواد کې له دېره جرمني پوځیانو سره مرسته کړې او دا مهال‌یې ژوند په خطر کې دی، ومني.

نوموړي د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته وویل چې په حکومت کې دننه د یوې اسانه او چټکي حل‌لارې لپاره کار روان دی.

مېرمن کارنبایر زیاته کړه، کله چې جرمني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دا د جرمني مسؤلیت دی چې له دوی سره همکار افغانان په ناخوندي ډول یوازې پرې نږدي.

په افغانستان کې له دېره ۱،۰۰۰ جرمني سرتېرو ترڅنګ ۳۰۰ افغان کارکوونکي په دندو بوخت دي.