محقق: دولت او په دولت کې شامل سیاسي جریانونه د هېواد دفاع ته چمتو دي

په امنیتي او سیاسي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار محمد محقق

افغان چارواکي وايي چې له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو د احتمالي حملو پر وړاندې د هېواد دفاع ته چمتو دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې له اعلانېدو سره ولسمشر اشرف غني او د حکومت جګپوړي چارواکي په خپلو ویناوو کې ډاډ ورکوي چې د طالبانو د احتمالي حملو پر وړاندې به د نظام دفاع وکړي.

په دې لړ کې وروستۍ څرګندونې تېره شپه په امنیتي او سیاسي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار محمد محقق له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړې. ښاغلي محقق وویل، هم دولت او هم په دولت کې شامل ځواکونه حتی که له حکومت څخه ناراضه هم وي، د نظام دفاع ته چمتو دي.

ښاغلی محقق زیاتوي: "دلته عام و تام چمتووالی شته. هم دولت او هم په دولت کې د شاملو سیاسي جریانونو له‌خوا چې د اسلامي جمهوري نظام ملاتړ کوي، حتی که له حکومت څخه راضي هم نه‌وي ټول د دفاع لپاره پوره چمتووالی لري."

ښاغلی محقق له طالبانو سره د سولې راتلونکې ته ډېر هیله‌من نه‌دی: "طالبان احساس کوي چې جګړه دوی ګټلې او امریکا یې ماته کړې ده، نو داسې انګېري چې امریکا یې ماته کړې، نو خپل هېوادوال خو ډېر اسانه ماتولای شي. هغوی سولې ته ډېر لېوال نه‌دي او ډېر له دې سره علاقه لري چې مسایل د زور په وسیله حل کړي. زه په همدې دلیل وایم چې موږ یوه نوي فصل ته چې ډېر هم مطلوب نه‌دی ننوځو."

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم په دې باور دی چې په دوحه کې د سولې د خبرو ناسمې طریقې طالبان په بریا باوري کړل، خو دی زیاتوي چې د دې باور نړول د خلکو یو موټي کولو او زیات کار ته اړتیا لري.

ښاغلي صالح د چهارشنبې په ماښام د ولسمشر غني او ښاغلي بایډن له ټیلیفوني خبرو څو شېبې وروسته پر خپله فېس‌بوکپاڼه ولیکل چې ده دا خبرې ولسمشر بایډن ته هم هغه مهال وکړې چې د خبرو فرصت ورته برابر شو.

په دې اړه نور: له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل؛ طالبان: امریکا د دوحې تړون مات کړ

له بلې خوا ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د نېټو اعلان د تېرو دوو کلونو د ابهام د له‌منځه تلو باعث شوی دی. له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د اېستلو اعلان دوه کاله مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال وکړ.

ولسمشر غني د جمعې په ورځ د نظامي ګنجوي په نړیوال سمینار کې د وینا پر مهال وویل چې د دې ابهام له‌منځه تلو سره وضعیت روښانه شوی دی.

ښاغلی غني وايي: "د نړیوالو ځواکونو د وتلو لومړنی اغېز دا دی چې د هغه تلاطم او ابهام اصلي عامل له‌منځه وړي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې حاکم و. دا چې ایا امریکايي ځواکونه وځي که پاتې کېږي؟ څومره وخت چې دې پرېکړې ونیو، د همدې تلاطم او ابهام سرچینه وه. ځکه هر چا د خپلې جلا فرضیې په اساس کار کاوه چې دا کار ګټور نه‌و. اوس چې دا ابهام ختم شوی، موږ وضاحت لرو."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

په همدې حال کې په قطر کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو غړی وايي چې په دوحه کې د سولې د خبرو اړوندې ناستې بندې شوې دي. حفیظ منصور پرون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دوی او طالبانو ترمنځ د خبرو لړۍ له څه مودې راهیسې پرې شوې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم تأیید کړې چې خبرې بندې شوې دي. ښاغلي نعیم ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې له بدلېدو وروسته به پر ټولو چارو له سره غور کېږي.