ایران: پر اټمي تأسیساتو د حملې د مشکوک طراح هویت په ډاګه شو

د ایران د نطنز اټمي تأسیسات

د ایران دولتي ټلوېزیون د نطنز پر اټمي تأسیساتو د تېرې یکشنبې د حملې د یوه مشکوک طراح هویت په ډاګه کړ.

هغه حمله د دې لامل شوه چې په دغو اټمي تأسیساتو کې د یورانیمو د غني کولو لپاره تازه لګول شوي سنټریفیوژونه تخریب شي.

د ایران دولتي ټلوېزیون نن شنبه (د وري ۲۸مه) راپور ورکړ چې دغه مشکوک کس رضا کریمي نومېږي چې ۴۳ کلن او په اصل کې د ایران د کاشان اوسېدونکی دی.

په راپور کې نه دي ویل شوي چې کریمي څنګه وتوانېد د ایران تر ټولو خوندي اټمي تاسیساتو نطنز ته لار پیدا کړي.

راپورونه وايي، کریمي له ایرانه وتلی او دولتي ټلوېزیون وايي، تهران هڅه کوي له قانوني چنلونو هغه بېرته ایران ته ستون کړي.

ایران په هغه حمله کې خپل سرسخت دښمن اسرائیل دخیل بللی او د هغې د غچ اخېستو خبرداری یې ورکړی دی.