اتمر او ظریف د ستراتیژیکو همکاریو د سند پر لاسلیکېدو ټینګار وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو حنیف اتمر (چپ) له خپل ایراني جواد ظریف سره

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند پر نهايي کېدو او لاسلیکېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه(د وري ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل، چې محمد حنیف اتمر او محمد جواد ظریف په دې اړه په ټیلیفوني مکالمه کې بحث وکړ.

په دې اعلامیه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي د دغه سند پر نهايي کېدو د بحث لپاره تېر کال کابل ته سفر کړی و.

عراقچي د هغه سفر پر مهال ویلي و چې تهران او کابل د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ګډې کړنلارې ته اړتیا لري.

افغانستان او ایران نه دي ویلي چې د دغه سند په جوړولو کې څومره پرمختګ شوی او کله به د دواړو لوریو له خوا لاسلیک شي.