د ننګرهار د وریجو پر کارخونې د پانګې کچه د پام وړ لوړه شوې

د ننګرهار د شیخ مصري په صنعتي پارک کې د وریجو کارخونه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ننګرهار د شیخ مصري په صنعتي پارک کې د وریجو په کارخونه کې د پانګې کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د وري ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، په لومړي سر کې د وریجو د تولید، پروسس او بسته بندي په برخه کې شپږ لکه ډالره پانګونه شوې وه، خو اوس دغه کچه څلور میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.

ښاغلي احمدي زیاتوي، یاده کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۰ مټریک ټنه وریجو د پروسس او بسته بندي ظرفیت لري او ۷۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان ختیځ په ځانګړي توګه ننګرهار او لغمان ولایتونو د وریجو لپاره حاصلخېزې ځمکې لري چې له دې وړاندې یې پروسس او بسته بندي په دودیز ډول ترسره کېده.