چارواکي: غزني او غور کې ۲۶ طالبان وژل شوي

ارشیف، غزني کې افغان امنیتي سرتیري

د ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو په غزني ولایت کې د ۲۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.

د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول اېمل خان مومند نن شنبه (د وري ۲۸مه) رسنیو ته وویل، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ځینې نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

مومند زیاته کړه: "د لومړنیو راپورونو له مخې ۲۲ طالب جګړه ماران په نښتو، د توپچي او هوايي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي."

تندر قول اردو ویلي، دغه عملیات چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله د قره باغ ولسوالۍ د بازار په ساحو کې شوي او دغه بازار له طالبانو تصفیه شوی دی.

بل خوا د غور د امنیت امر، نېک محمد نېکزاد وايي تېره شپه وسله والو طالبانو په دولتیار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته حمله وکړه چې په ځوابي برید کې ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او یو تن ټپي شو.

د ښاغلي نېکزاد په وینا، نن شنبه (د وري ۲۸مه) مازیګر د فېروزکوه په لویدیځ کې د طالبانو یو ماین په خپله پر دوی چاودلی چې دوه تنه طالبان یې وژلي دي.

د دغو پېښو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.