روسي څارنوالان: د ناوالنۍ اړوند ادارو سیاسي وضعیت بې ثباته کړی

الکسي ناوالنۍ

روسیې څارنوالانو د مسکو له یوې محکمې غوښتي چې د زنداني شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ د فساد ضد اداره او سیمه ییز دفترونه یې د 'سخت دریځو' ارګانونو په توګه وپېژني.

دغو څارنوالانو پرون جمعه (د وري ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ناوالنۍ اړوند دغو ادارو ټولنیز او سیاسي وضعیت بې ثباته کړی دی.

که محکمه دا غوښتنه تایید کړي، د ناوالنۍ متحدان او فعالان به په کلکه له اعتراضونو منعه شي او دغه ډول حرکتونه به یې جرم وګڼل شي.

د روسیې منتقد ناوالنۍ دا مهال په بند کې دی او په دې وروستیو کې یې د نه خوړو له کبله روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ وبلل شو.