محب: د افغان جګړې د پای لپاره دې د طالبانو له ۴ ډلو سره سوله وشي

ارشیف، د هند "ریزینا ډیالوګ" بحث کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ګډون درلود.

په داسې حال کې چې طالبان له امریکا سره د دوحې هوکړې تطبیق په افغانستان کې د جګړې پای ګڼي، د افغانستان د جمهور رئیس ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، افغانستان کې د جګړې د پای لپاره باید د طالبانو له یوې ډلې سره نه، بلکې له درېیو نورو ډلو سره هم هوکړه وشي.

ښاغلي محب نن جمعه (د وري ۲۷مه) د هند د رایزانا کنفرانس چې په ژوندۍ بڼه خپرېده او د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم په کې ګډون درلود وویل: "د طالبانو ترمنځ ډلې شته چې هر یوه غواړي قدرت ته ورسېږي. که سوله کېږي له ټولو ډلو سره دې وشي نه یوازې په دوحه کې د ملابرادر له ډلې، یا له ملا یعقوب سره. باید د سولې خبرو لپاره د ملا برادر، ملا یعقوب، حقاني شبکې او هلمند ډلې سره یوځای شي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره خبرو کې د ښاغلي محب خبرې رد کړې او د طالبانو په یووالي یې ټېنګار وکړ.

محب وايي، افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د امنیت ساتلو پوره ځواک لري

د ښاغلي محب په خبره، د طالبانو لپاره د خبرو ښه فرصت چمتو شوی، څو د افغاني ټولنې برخه وګرځي.

نوموړی زیاتوي، افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د امنیت ساتلو پوره ځواک لري او افغان حکومت له نړیوالو شریکانو سره د بهرني ځواکونو د وتلو پر پروسې په ګډه کار کوي.

د رایزنا کنفرانس کې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، طالبان باید نوېیمې لسیزې ته د ستنېدو غوښتنه و نه کړي دوی باید له ټولو افغانو جهتونو سره د روانې جګړې پر حل خبرې وکړي.

په دې اړه نور: ظریف: که طالبان غواړي نوییمو کلونو ته ستانه شي، امکان نه لري

ښاغلي ظریف زیاته کړه: "طالبان باید همدا اوس له افغان حکومت، افغانانو او په افغانستان کې بېلابېلو ډلو سره خبرې پیل کړي، هر اړخیزې خبرې اترې باید ترسره شي. دا چې د یو احتمالي خلا د رامنځته کولو لپاره منتظر وي او بیا طالبان په دې فکر کې وي چې دا خلا ډکه کړي دا یو ناورین دی، دا به افغانستان کې یوه نوې جګړه رامنځته کړي چې موږ د سیمي هېوادونه د دې حوصله نه لرو."ښاغلي ظریف وايي، د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او کنټرول کې پرمخ یوړل شي، څو د سیمي هېوادونه ترې ملاتړ وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف

د هند بهرنیو چارو وزیر 'اېس.جی' شنکر د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وروستۍ پریکړې ته په اشارې چې پر بنسټ به یې د سېپټمبر تر ۱۱ مې نېټې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه باسي وویل، ټوله باید دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړو.

ښاغلي شنکر زیاته کړه: "د جمهور رئیس بایډن وروستۍ پرېکړه یو لوی ګام دی چې افغانستان پر یو مشخص لوري هدایت کوي. موږ ټول باید افغانستان سره مرسته وکړو، څو وګورو چې سمه او د افغانستان په ګټه لاره ده."

ټاکل شوې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د بهرنيو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل او د سېپټمبر تر میاشتې پای ته ورسېږي، خو مالومه نه ده چې تر هغې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه وشي او که نه؟