هیومن رایټس: امریکا دې افغانستان کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د بشري حقونو د څار ټولنې لوګو

د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس له متحدو ایالاتونو غوښتي دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې (د وري ۲۵مه) په ورځ اعلان وکړ چې د روان کال د مې په لومړۍ نېټه به له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو ایستل پیل او د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې به یې بشپړ کړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې چې مرکز یې په نیویارک کې دي نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د امریکا حکومت باید له افغانستان سره د تعلیم او روغتیا برخو کې په تېره د نجونو او ښځو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي او په داسې حال کې چې پراخېدونکي کړکېچ د بشري حقونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کړي او بشري بحران یې زیات کړی، د رسنیو د آزادۍ ملاتړ وکړي.

هیومن رایټس په خپل بیان کې همدا راز یادونه کړې چې عدالت ته د ښځو د لاسرسي او د سلګونه مدافع وکیلانو او قاضیانو د روزنې لپاره د افغانستان د قضايي اصلاحاتو په برخه کې د امریکا مرستې حیاتي دي.