د هند "ریزینا ډیالوګ" نن جمعه پر افغان سولې بحث کوي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د هند "ریزینا ډیالوګ" نن جمعه (د وري ۲۷مه) د افغانستان د سولې په اړه د بحث کوربه دی.

په ننني بحث کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ګډون لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه ټویټري بیان کې ویلي چې د ریزینا ډیالوګ په ننني کنفرانس کې به: "د افغان سولې پر مذاکراتو او په دې پروسه کې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو د رول او له هېواده د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مستقلانه دفاع په تړاو بحث وشي."

دا بحث (د کابل تقاطع: د سولې لار) Junction Kabul: The Road to Peace په نوم ترسره کېږي.

ریزینا ډیالوګ د هند د بهرنیو چارو وزارت په ګډ نوښت له کلونو راهیسې د سیمې او نړۍ پر مهمو سیاسي مسئلو د دولتي چارواکو، سیاستوالو او وتلو شننونکو بحثونه جوړوي.