افغانستان کې تېر کال ۲۹۹ مټریک ټُنه ځمکني توت تولید شوي

ځمکني توت

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په دې هېواد کې تېر کال ۲۹۹ مټریکه ټُنه ځمکني توت تولید شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال څه باندې ۳۲۰ جریبه ځمکه کې دغه توت کرل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "په هرات، کندز، بلخ، فاریاب، میدان وردک، دایکنډي، کابل، پروان، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې دا میوه تر ټولو ډېره کرل شوې ده. د دغه توت کرکیلې ته علاقمندي د دې میوې موجود بازار ته په کتو د پراخېدو په حال کې ده."

د کرنې وزارت وایي، د افغانستان اقلیم د دې میوې کرکیلې ته مساعد دی او له څو کلونو راهیسې خلکو ورته مخه کړې ده.

د دغه وزارت په وینا هر کیلو توت په بازار کې په شااوخوا دوه سوه افغانیو پلورل کېږي.