جلال اباد ښار کې د درملو شرکتونو او درملتونونو کار بنديز پیل کړی

ارشیف

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د درملو شرکتونو او درملتونونو له دې کبله کار بنديز کړی چې ګواکې حکومت په پام کې لري د درمليزو خدمتونو سکټور يوازې څو محدودو شرکتونو ته په واک کې ورکړي.

د دغه ښار د درملیزو خدمتونو او درملتونونو مالکانو پرون پنجشنبه (د وري ۲۶مه) په همدې اړه په جلال اباد ښار کې اعتراضیه غونډه جوړه کړه او ګواښ یې وکړ چې دا اقدام کولی شي په دې برخه کې شوې پانګونه زیانمنه او زرګونه کسان بې روزګاره کړي.

په ختيځ زون کې د درمل پلورونکو د اتحاديې مشر نجيب الله صاحبزاده په دې غونډه کې وویل: "د انحصاري شرکتونو خبره ده. ویل کېږي چې طرح وړاندې شوې ده ریاست جمهوري ته چې له پنځو تر لسو پورې دې اوسي او هغوی دې بیا په انحصاري توګه دوا راوړي، ځنځیري دواخانې دې ولري او نور دغه سکتور دې محروم شي. باید قانون د خصوصي سکتور سره یو ځای د ولسي ګټو په موخه ترتیب او جوړ شي."

د ښاغلي صاحب زاده په خبره، خصوصي سکټور د هېواد په کچه په دې برخه کې ميليونونه ډالر پانګونه کړې او شااوخوا ترسلګونو زرو کسان په کې په کار بوخت دي.

اعتراض کوونکو ګواښ وکړچې که افغان حکومت د دوی غږ وانه وري نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د ننګرهار د والي دفتر وایي، په دې اړه به له کابل سره خبرې وکړي.