افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې امنیتي پلان لاسلیک کړ

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي (TPI) د ګازو نللیکې امنیتي پلان لاسلیک شو.

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې لپاره امنیتي پلان لاسلیک کړ. دا خبره د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې کړې ده.

له ترکمنستانه د ټاپي د پروژې مدیر محمد متیرات امانوف پرون پنجشنبه(د وري ۲۶مه) کابل ته تللی و او هلته یې د امنیت شورا له مرستیال عبادالله عباد سره دا امنیتي پلان لاسلیک کړی.

د امنیت شورا د اعلامیې له مخې د ټاپي امنیتي پلان د څو هېوادونو د هغې لویې پروژې له تطبیق او ودې سره مرسته کوي چې له ترکمنستانه جنوبي اسیا ته ګاز لېږدوي او د سیمه‌یز ثبات او بسیاینې سبب ګرځي.

دا شورا وایي، ټاپي د افغانستان مهمه پروژه ده چې د سیمه‌ییز امنیت او د ادغام له سیاست سره مرسته کوي او د سیمې لوبغاړي هېوادونه لکه پاکستان او هند په ګډو ګټو کې سره متحد کوي.

د ټاپي ګازو پایپ ‎لاین ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري.

افغان چارواکي وايي، تمه ده سږ کال د دې پروژې کار پیل شي چې ورسره به لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.