ګراهام: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه ناسمه ده

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو برخه کې د ولسمشر جو بایډن پرېکړه ناسمه بللې ده.

جمهوريپال ګراهام چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په مسایلو کې پرون چهارشنبه (د وري ۲۵مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل د هغې بیمې فسخ کول دي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر په ۱۱ مه نېټه پر متحدو ایالاتونو د بلې تروریستي حملې مخه یې نیوله.

ښاغلي ګراهام زیاته کړه چې پر طالبانو باور نه شي کېدای: "طالبان له القاعده او داعش سره توپیر لري. زه منم چې هغوی به دلته زموږ په کور کې پر موږ برید ونه کړي خو باور لرم چې دوی به القاعده او داعش ته په افغانستان کې د ازاد فعالیت امکان برابر کړي. طالبان دا لېوالتیا او ظرفیت نه لري چې هغوی تعقیب کړي."

سناتور ګراهام وايي، په طالبانو کې ځینې عناصر شته چې پرمختګ غواړي خو د ده په وینا ډېر تُندلاري کسان هم په کې شته.

په عین حال کې هند د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د قدرت د تشې د راتلو د احتمال په اړه اندېښنه ښودلې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د هند دفاع وزیر جنرال بیپین راوټ نن پنجشنبه (د وري ۲۶مه) یوې امنیتي غونډې ته وویل، د ده وېره دا ده چې د نړیوالو پوځیانو له وتلو وروسته به د سولې دښمنان فعال شي.

ښاغلي راوټ د سولې د دښمن په توګه د کوم هېواد نوم وانه خېست.