ویانا کې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرې بیا پیلیږي

ویانا

په پام کې ده چې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرې نن پنجشنبه(د وري ۲۶مه) بیا د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پیل شي.

د ایران او د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د نور لاسلیک کوونکو هېوادونو بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې استازو تېره اوونۍ هم غونډه وکړه. د دې غونډې ګډونوالو دا خبرې رغنده بللې وې.

نننۍ خبرې داسې مهال پیلېږي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړوند نوې ستونزې رابرسېره شوې دي ایران وړمه ورځ اعلان وکړ چې د نظنز په اټمي تأسیساتو کې د برېښنا د پرچاوۍ په غبرګون کې د یورانیمو د غني کولو بهیر چټکوي.

تهران دا پېښه د ورانکارۍ عمل بللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون وویل چې د یورانیمو د غني کولو اړوند اعلان دا شکونه رامنځ ته کوي چې ایا ایران د خپل اټمي پروګرام په اړه په خبرو کې جدي دی او که نه؟