تېر کال افغانستان کې ۷۴ زره مټریک ټنه مالوچ تولید شوي

مزار شریف کې د مالوچو کښت

د افغانستات کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په کچه ۷۴ زره مټریک ټنه مالوچ تولید شوي دي.

په ۱۳۹۸ لمریز کال بیا دا کچه ۷۳ زره مټریک ټنو ته رسېده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، سږ کال په بلخ ولایت کې څه باندې ۲۸ زره ټنه مالوچ تولید شول چې تر نورو ولایتونو يې کچه لوړه وه.

د هغه په خبره هلمند، کندز، نیمروز، تخار، جوزجان او بغلان نور هغه ولایتونه دي چې د مالوچو د تولید له اړخه مهم بلل کېږي.

مالوچ د صنعتي نباتاتو له ډلې دی چې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ښه بازار لري.