ناټو: له افغانستانه د ځواکونو ایستل به د مې له لومړۍ نېټې پیل کړو

بروکسل کې د ناټو دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

ناټو اعلان کړی چې له افغانستانه د غوڅ ملاتړ مأموریت د ځواکونو ایستل به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ کړي.

دا اعلان په هغه اعلامیه کې شوی چې ناټو تېره شپه خپره کړه.

پرون له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به د سږني کال د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ شي.

ناټو هم په خپله اعلامیه کې طالبانو ته د بایډن خبرداری تکرار کړی او ویلي یې دي چې که طالبان د دې ټلوالې پر سرتېرو د وتلو پر مهال برید وکړي، نو ځواب به‌یې د ځواک په کارولو ورکړي.

اعلامیه زیاتوي چې ناټو او شریکان به‌یې د افغانستان، افغانانو، د دې هېواد د اساسي قانون او د امنیت او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو په هدف د افغانستان د بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي.