وسله‌والو طالبانو د غزني قره‌باغ ولسوالۍ پر مرکز برید کړی

ارشیف، غزني کې د یوې حملې له سیمې پورته شوی لوګی

د سې شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه وسله‌والو طالبانو د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ چې د تېرې شپې تر ناوخته‌یې دوام درلود.

د یادې ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان وايي، دغه جګړه د شپې ۱۰:۴۵ دقیقې پیل شوه.

رمضان ځیرک تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، وسله‌وال طالبان اوس هم د ښار ځینو برخو کې شتون لري او پر امنیتي ځواکونو د لیزري وسلو بریدونه کوي.

رمضان ځیرک زیاتوي، که مرکزي دولت له دوی سره د هوايي ځواک مرسته ونه‌کړي، جګړه به ستونزمنه او دغه ولسوالۍ به سقوط شي.

رمضان ځیرک وايي نن د ورځې په اوږدو کې افغان هوايي ځواکونو پر دغه وسله‌والو بریدونه وکړل، یو رېنجر موټر یې په نخښه کړ چې په پایله کې یې شپږ تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دغه ۲۴ ساعته جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.

وسله‌وال طالبان هم مني چې افغان هوايي ځواکونو بمبار کړی دی، خو وايي د دوی جنګیالو ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

د دغه ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو طالبانو د قره‌باغ ولسوالۍ مرکز ته څېرمه ځیني عملیات ترسره کړي دي.

قره‌باغ له غزني مرکز څخه شاوخوا په ۲۵ کیلومترۍ واټن سوېل لور ته د کابل-کندهار پر لویه لاره پرته ولسوالۍ ده چې ډېری سیمې یې د وسله‌والو طالبانو په واک کې دي.