د پاکستان حکومت پر 'لبیک تحریک' سخت‌دریځه اسلامي ګوند بندیز لګوي

پاکستان کې د 'لبیک تحریک' سخت‌دریځه اسلامي ګوند ملاتړي اعتراض کوونکي

د پاکستان حکومت وايي، پر هغه سخت‌دریځه اسلامي ګوند به بندیز ولګوي چې په دغه هېواد کې د فرانسې ضد مظاهرو له لارې تاوتریخوالو ته لمن وهي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید پرون (چهارشنبه) په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان پر لبیک تحریک به د پاکستان د ترورېستي ضد قوانینو پر اساس بندیز ولګول شي.

ده زیاته کړه، پرېکړه‌یې کړې چې پر دې ډلې بندیز ولګوي ځکه چې نه‌غواړي چې د نړۍ په کچه یو سخت‌دریځی هېواد وپېژندل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا اعلان څو ساعته وروسته له دې وکړ چې امنیتي ځواکونو یې په اسلام‌اباد کې اعتراض کوونکي په زوره تیت پرک کړل.

د سې شنبې په ورځ له اعتراض کوونکو سره په نښتو کې د دوو پولیسو په ګډون ۵ تنه ووژل شول.