سي‌ای‌اې له افغانستانه د ځواکونو له وتلو وروسته د ستر ګواښ خبرداری ورکړ

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي‌ای‌اې رئيس ویلیم برنز

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي‌ای‌اې رئيس له افغانستانه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د ستر ګواښ خبرداری ورکړ.

ویلیم برنز، د ولسمشر بایډن له لوري د ځواکونو د ایستلو تر اعلان څو ساعته وړاندې د امریکا د سنا جرګې استخباراتي کمېټې ته وویل، کله چې امریکايي او ائتلافي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ستر خطر به رامنځته شي.

ده په عین حال کې وویل چې امریکا به دا امکان ولري چې ځیني امکانات بېرته ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن چهارشنبه ناوخته اعلان وکړ چې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې باسي.

ښاغلي بایډن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵مه» ناوخته وویل، د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو مطلب دا نه‌دی چې امریکايي پوځیان ۲۰ کاله وروسته لا هم په افغانستان کې پاتې شي.