بایډن له اشرف غني سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو خبرې وکړې

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د د ایستلو د نوې نېټې تر رسمي اعلان څو ساعته وړاندې تېره شپه د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټیلیفون وکړ.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني له دې خبرو وروسته په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له خپل امریکايي ساري سره‌یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي او ورته ویلي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع بشپړه وړتیا لري.

ولسمشر غني همداراز ویلي، له ولسمشر بایډن سره په ټیلیفوني خبرو کې یې د سپټمبر تر لومړیو پورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکا پرېکړې ته درناوی او په دې برخه کې له خپلو امریکايي شریکانو سره همکاري کوي.

ده ټینګار کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ویاړ د خپلو خلکو او هېواد د دفاع توان لري، دا مسؤلیت‌یې تل ادا کړی او افغان ملت به تل د دوی قدر وکړي.

له کله چې جو بایډن د امریکا ولسمشر غوره شوی، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کوي.